دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 68498
واشنګټن هم د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په نوم موافق نه دی
افغان او امریکايي چارواکې وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له ولسمشرحامد کرزې سره د چارشنبې په ورځ دوه ځل تیلفونې خبرې کړي او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې؛ په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره واشنګټن هم د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په نوم موافق نه دی.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل چې؛ په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له ولسمشر کرزي سره دوه ځلي د تیلیفوني تماس نیولې او خبرې یې ورسره کړي دي.
نوموړي وویل چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر کرزي ته وویل چې؛ واشنګټن هم د افعانستان د اسلامي امارت په نوم په دوحه کې د طالبانو دفتر له پرانیستلو سره موافق نه دی.
د ښاغلي فیضي په وینا جان کري په وروستي ټیلیفوني تماس کې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې؛ د قطر حکومت په دې اړه په ځیني اقدامات کړي دي.
بل خوا د قطر دولتي خبري اژانس( کېو، این، اې ) د چارشنبې په ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت هغه بیان خپور کړی چې وايي، د سې شنبې په ورځ په دوحه کې پرانیستل شوی دفتر افغان طالبانو سیاسي دفتر دی نه د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر.
په دې خبر کې قطر د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویل شوي دي چې؛ هغه رسمي نوم چې د دې دفتر لپاره پرې موافقه شوې هغه په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc40qe.2bq4o8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته