دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 74865
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي سعودي یا ترکیې ته د ملا برادر له سپارلو سره موافقه لري

دسولې عالي شورا وایي چې د پاکستان له زندان څخه د ملابرادر راخوشې کیدل به د افغانستان د سولې له پروسې سره ډیره مرسته وکړي.
د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزادا شاهد وویل چې ملابرادر تر اوسه نه ده خوشې شوې خو دوی هیله مند دي چې اسلام آباد د نوموړي په راخوشې کولو کې ژر اقدام وکړي.
مولوي شاهد وایي، که ملابرادر افغانستان، سعودي عربستان او یا ترکېې ته وسپارل شي دوی ورسره موافق دي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ملابرادر به د هغه هیواد له زندان نه خوشې کړي، خو افغان حکومت ته یې نه سپاري.
د سولې عالي شورا مسوولین وایي چې پاکستان له تیر کال راهیسې شاوخوا دیرش طالب مشران له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchm6nq.23nk-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته