دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 75068
افغان حکومت د ملا عبدالغني برادر د راخوشې کېدو هرکلی کوي

راپورونه وايي، چې پاکستان د طالبانو دوهم درجه مشر ملا عبدالغني برادر له خبل زندان څخه ازاد کړ.
په راپورونه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي؛ چې ملا برادر نن په رسمي ډول له زندانه آزاد شو.
د افغانستان د سولې عالي شورا له زندانه د هغه د خلاصون هرکلی کړی.
دا لا نه ده روښانه چې دی به چېرې ولاړ شي. خو یوشمېر افغان پوهان وايي، چې ښايي ملا عبدالغني برادر تر خوشې کېدو وروسته ترکیې یا سعودي عربستان ته واستول شي

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjz05.yt0k96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته