دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 75067
پاکستان وايي، ملابرادر یې خوشي کړی

تاند- پاکستاني چارواکو نن وویل چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر یې خوشي کړ.
د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي وویل، ملا برادر نن سهار خوشي شو.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايی، دغه استخباراتي چارواکي نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي.
خو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی عمر حمید تایید کړه چې ملا برادر خوشي شوی دی. ده نور جزییات څرګند نه کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي و چې نن به ملا برادر خوشي شي خو افغانستان ته به ونه لېږل شي.
د افغانستان حکومت پرون د ملابرادر د خوشي کولو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان هرکلی کړی و.
د افغانستان د سولې عالي شورا نن د ملابرادر د خوشي کېدو هرکلی وکړ.
د دې شورا یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې د ملابرادر خلاصون د سولې لور ته یو مهم ګام دی خو شرط دا دی چې پاکستان هغه ته موقع ورکړي چې د سولې لپاره کار وکړي.
تر دې مخکې د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي و چې د ملابرادر امنیت خوندي کړي او داسي امکانات دې برابر کړي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي ورسره وکتلی شي

سرچينه : دصدای افغغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccmxqm.2bqpe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته