دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 86921
پاکستان وايي، د اوربند د اعلان په ځواب کې پر طالبانو بمباري دروي
تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وویل، د طالبانو له لوري د یو میاشتني اوربند له اعلانولو وروسته حکومت هم په قبایلي سیمو کې د طالبانو پر مورچو بمباري دروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان حکومت دا پرېکړه د طالبانو د تحریک د یو میاشتني اوربند د اعلان په ځواب کې کړې ده.
نثار علي خان زیاته کړه، حکومت د طالبانو له خوا د اوربند اعلان د سولې په لور یو مثبت ګام بولي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې که د اوربند په موده کې طالبانو، د ده په وینا تروریستي حملو ته دوام ورکړ، دا به د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو حق وي چې له «ترهګرو» غچ واخلي.
په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ په خیبر ایجنسۍ کې په یوه برید کې پنځه تنه وژلي او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان طالبان دي.
دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې وسله والو کسانو د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د ماشومانو د ګوزن د واکسیناسیون پر ډلو په برید کې ۱۳ تنه ووژل او ۱۰ نور ژوبل کړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfn0j.yt09x6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته