دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 76765
د نورستان ولایت په دواب کې یوې راکټي حملې ۷ ملکیان ټپیان کړل

د نورستان چارواکي وايي چې؛ په دوآب ولسوالۍ کې په یوې راکتي حملې کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د دوآب ولسوال فدا محمد آزادۍ راډیوته وویل چې؛ دا راکټ تیر ماښام د طالبانو له خوا ویشتل شوی دی او دواب ولسوالۍ په بازار کې لګیدلی دی.
له بلې خوا د کونړ والي شجاع الملک جلاله په طالبانو تور لګوي چې؛ تیره شپه یې په وټه پور ولسوالۍ کې دوه ماشومان دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دغو ماشومانو عمرونه د ۸ او لسو کلونو ترمنځ دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwyay.t1aqq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته