افغان سرحدي پوليسو نن د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي يو ځانمرګى بريد کوونکى هدف ته له رسېدو مخکي وواژه.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، دغه ځانمرګى بريد کوونکى نن ماپښين دوې بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش سيمي په لقمان کلي کي ووژل سو او له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر يې منفجر سو.
ياد سوي ځانمرګي بريد کوونکي ته له پاکستان څخه تر را اوښتو سم دستي وروسته د سرحدي پوليسو لخوا د درېدلو امر وسو، ولي هغه ونه دريدى، چي په پايله کي يې پوليسو ډزي پر وکړې او انتحاري يې ووژى.
د نن ورځي په پېښه کي افغان ملي امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)