دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 80782
پکتيا: د دوو قبيلو ترمنځ جنجال ته حل لار لټوو

پکتيا ته له کابل څخه د ولسمشر کرزي د حکم له مخې راغلی لوړ پوړی هيت وايي،چې د دوو لويو قبيلو منګلو او ځاځيو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړې ته به دايمي حل لار لټوي.
دغه لوړ پوړی هيت چې مشري يې د قومونو،قبايلو او سرحدونو چارو وزير ډاکټر اکرم خپلواک کوي نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ځاځيو، منګلو او په پکتيا کې د مېشتو ځينې نورو قبيلو د مشرانو سره د دغې ځمکې د شخړې د حل په
موخه سره ناست دي.
په دغه لوړپوړي هيت کې د سرحدي پوليسو عمومي قومندان،د ملي امنيت شورا استازي،د ملي دفاع وزارت استازي او د مرکزي ادارو په کچه ځينو نورو مربوطه ادارو استازي هم ګډون لري.
د دغو دوو قبيلو ترمنځ د شخړې په اړه ډاکټر خپلواک وويل چې؛ که دې ستونزې ته دوی د ايمي هواري حل لاره پيدا نه کړي، نو ښايي دغه جنجال نور هم پسې پراخ شي،ده وويل:
” موږ به نهايي هڅه وکړو چې دځمکې پر سر دغې شخړې ته دايمي حل لاره پيدا کړو، ځکه دغه ستونزه يوازې د منګلو او ځاځيو نه، بلکې د پکتيا ډېرو قبيلو ته وغځيږي، دواړه قبيلې بايد د قومونو او قبيلو د مشرانو او د هيت خبرو ته غوږ کېږدي .“
خپلواک دا هم وويل چې؛ د پکتيا ټولې مېشته قبېلې د دغې منازعې د حل په موخه له دې هيت سره همغږي دي او يوه دايمي پرېکړه به کوي.
د مدني ټولنو فعالان او ځينې قومي مخور په دې خوشاله دي چې مرکزي ادارې يې د دوو لويو قبيلو ترمنځ د شخړو د هواري په موخه هيت ور استولی.
دوی وايي، که چېرته ولايتي ادارې پخوا تر دې، دا مسله جدي ګڼلې وی، نو د منګلو او ځاځيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه او ستونزه به تر وسلوالې نښتې نه رسېده.
د مدني ټولنو فعال او قومي مشر احمدشاه احمدزی وايي چې د دواړو قبيلوترمنځ د ځمکې پرسر د شخړې هواري له پاره له دغه لوړ پوړي هيت څخه ډېره تمه لري، چې يوه دايمي حل لاره پيدا کړي.
دی وايي، له دې وړاندې ولايتي ادارې د دواړو قومونو ترمنځ په دې وروستيو کې غونډه کړې خو کومې پايلې ته نه دي رسېدلي، خو په خبره يې چې په لومړي سر کې ولايتي اداره په دغه مسله کې بېغوره پاتې وه، نو ځکه يې ستونزه
دومره لويه کړه چې وسلواله نښته رامنځ ته شي.
د يادونې وړ ده چې د ځاځيو او منګلو ترمنځ نږدې دوه اوونۍ وړاندې په وسلواله نښته کې اتو کسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او لا هم يو بل ته په مرچو کې سره ناست دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccimq4.2bqx48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته