دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۰۰
د مطلب کود : 80918
د نورستان والي تمیم نورستاني له یوې وسله والې حملې روغ وتلی دی
چارواکي وایي، د نورستان والي تمیم نورستاني له یوې وسله والې حملې روغ وتلی دی.
د نورستان د امنیه قومندانۍ یوه مسول چې د نوم له خپریدو یې ډډه وکړه، ازادي راډیو ته وویل نن د والي د موټر په کاروان وسلواله حمله وشوه خو ده ته پکې زیان نه دی اوښتی.
دې سرچینې وویل حمله د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې شوې خو د پیښې په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.
د دې حملې مسولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آواو)
https://avapress.com/vdcdjn0j.yt0zf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته