په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندهار ، ارزګان ، میدان وردک ، غزنی ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۱ تن ټپی او۱۸ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۰ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ،ننګرهار ، فاریاب ، ارزګان او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)