دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 85740
وینزویلا امریکايي دیپلوماتان شړي
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو درې امریکايي دیپلوماتان د حکومت ضد بلواوو کې په لاس لرلو تورن کړي او له خپلې خاورې یې د هغوی د ایستلو امر کړی.
پر دوی دا تور هم دی، چې د دیموکراتیک نظام څپ څپانده کولو په هدف یې د وینزویلا پوهنتونونو کې هم مداخله کړې ده.
وینزویلا یوه اونۍ مخکې د دولت ضد اعتراضونو شاهده وه، چې د تېرې چارشنبې ورځې شخړو کې لږترلږه درې کسان ووژل شول، چې یو یې د حکومت پلوي او یو د کاراکاس پوهنتون محصل و.
نیکولاس مادورو امر کړی، چې تورن امریکايي دیپلومان باید ژر له وینزویلا ووځي.
نوموړی وايي، تورنو د پوهنتون په پلمه پوهنتونونو کې نفوذ کړی، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې تر څارنې لاندې وو.
ښاغلي مادورو امریکا تورنه کړه، چې د وینزویلا له مخالفانو سره د همکارۍ له لارې هڅه کوي اوسنی حکومت وپرځوي.
خو د امریکا حکومت دغه تورونه رد کړي دي.
مادورو ګواښ وکړ، چې د هېواد او ملي واکمنۍ پروړاندې به هېڅ راز سرغړونه ونه زغمي.
خو لیو پالدو لوپېز چې دا مهال په یوه نامالوم ځای کې دی، په یوه وېډیو کې ویلي، چې د هغه د نیول کېدو پر حکم سربېره به د راتلونکې سې شنبې ورځې د کاراکاس لاریون لارښوونه وکړي.
نوموړی په وروستي ځل د تېرې چارشنبې په ورځ لیدل شوی دی.
لوپېز د نیکولاس مادورو حکومت په جنایتونو او جرمونو تورنوي.
خو د مادورو حکومت بیا پر مخالفانو تور پرې کوي، چې ګني د حکومت ضد کودتا هوډ لري.
وینزویلا د نړۍ هغو هېوادونو په سر کې راځي، چې ډېر قتلونه په کې کېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbgzbw.rhbsap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته