دخپریدو نیټه :شنبه ۳ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 86144
دپاکستانی مقاماتو هغه ادعا چې ګواکې د هغوي یو شمیر سرحدی ځواکونه د افغانستان په خاوره کې وژل شوی ناسمه ده
دپاکستانی مقاماتو هغه ادعا چې ګواکې د هغوي یو شمیر سرحدی ځواکونه د افغانستان په خاوره کې وژل شوی ناسمه ده.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د پاکستانی لوړ پوړو مقاماتو هغه ادعا ګانې په کلکه توګه ردوي چې پکې راغلې دي چې د پاکستان یو شمیر سرحدې پوځیان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي .
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د پاکستانی مقاماتو د هغه ادعا وروسته چې ګواکې زموږ۲۳ تنه سرحدی پوځیان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي ، په دي اړه خپلی څېړنې په جدی توګه پیل کړي ، وروسته له څېړنو داسي هیڅ کوم شواهد او مدارک د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته په لاس را نغلل چې د پاکستانی مقاماتو دا ادعا تصدیق او ثابته کړي نو په دی وسیله په ډاګه دا ویلی شو چې ددوي دا ادعا بی بنسټه ده .
په همدی منظور د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د پاکستانی مقاماتو څخه غواړي که په دي اړه شواهد او مدارک لري لطفآ دي زموږ سره شریک کړي ترڅو قانونې او عملې اجراات په دي برخه کې ترلاس لاندې ونیول شي.
دیادونې وړ بولو چې د افغانستان امنیتی ځواکونه لکه څرنګه چې پخوا د ترهګرې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمن ؤ، اوس او په راتلونکي کې هم حاضر دي تر څو په دي لاره کې په پوره توان ا وجدیت هلې ځلې وکړي . یاد مامول د یادو قواوو د اهدافو په سرکې ځاي لري .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcay6na.49niy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته