دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 87787
اذربایجان غواړي له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي
د آذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر آرازعظیموف وایي؛ افغانستان او آذربایجان په بیلا بیلو برخو کې همکاري کوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخېز اړیکې به په راتلونکي کې پراخې شي.
عظیموف د جمعې په ورځ په باکو کې خبریالانو ته وویل؛ له افغانستان څخه د آیساف ځواکونو له وتلو وروسته به د دې هېواد وضعه بدله شي او آذربایجان د یوه دوست هېواد په توګه له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
د آذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړه؛ د آذربایجان له لارې افغانستان ته د یوه ټرانزیټي دهلیز په پرانستلو سره به نه یوازې د پوځي موادو انتقال، بلکه د سیمې اقتصادي پراختیا او امنیت هم ډاډمن شي.
د آذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني به په راتونکي اوونۍ کې آذربایجان ته سفر وکړي او د کتنو په لړ کې به د سیمې د امنیتي مسالو او دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت په اړه خبرې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceff8v.jh8fvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته