دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 93727
شمالي وزيرستان: پاکستانيو ځواکونو ٢٥ وسله وال وژلي
د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو هراړخيز عمليات دوام لري؛ چې تر دې دمه په کې دوى د ګڼو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو دفتر ISPR د چهارشنبې په شپه په يوې خپرې شوې خبرپانه کې د دې هېواد د پوځ د وياند جنرال عاصم باجوه په حواله ويلي؛ چې وايي، په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو په درېيمه ورځ؛ د دې هېواد جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په ميرانشاه، مير علي، خيسو، خوشحالي او يو شمېر نورو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې ٢٥ کورني او بهرني وسله والو وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
دوى وايي، چې په وژل شويو کې ډېرى ازبک جنګيالي دي؛ چې له ډېرې مودې راهيسې په دې سيمه کې مېشت وو.
د پاکستاني پوځي مقامات زياتوي، د پاکستاني د هوايي ځواکونو په بريدونو کې په مير علي او شاوخوا سيمو کې د وسله والو شپږ مرکزونه او د بم جوړولو فابريکې هم له منځه وړل شوي دي.
په شمالي وزيرستان کې يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:
"په سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک بريدونه دوام لري؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه لا تر دې دمه دقيق معلومات نه لري. د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکيو د بنو - ميرانشاه پر لويه لار له څلورو ورځو راهيسې ګرځبنديز لګولى؛ چې له امله يې د وزيرستان ځايي اوسېدونکي له سيمې څخه په وتلو کې له ستونزو سره مخ دي."
د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې تر دې دمه يې لا د شمالي وزيرستان په ښاري او ګڼ مېشتو سيمو عمليات نه دي پيل کړي، خو په ميرعلي او ميرانشاه کې يې د وسله والو ډېرى مرکزونه کلابند کړي او په دې سيمه کې يې عمليات له پلان سره سم مخ پر وړاندې روان دي.
د پاکستان حکومت د يکشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد د پراخو هر اړخيزه پوځي عملياتو د پيلولو اعلان وکړ او د دې هېواد صدراعظم نواز شريف د دوشنبې په ورځ د دې هېواد پارلمان د وينا پر مهال وويل؛ چې په دې سيمه کې به دا پوځي عمليات د وروستي ترهګر د وژنې پورې دوام ومومي.
ويل کېږي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې غړي او يو شمېر ازبک، چيچن او عرب جنګيالي مېشت دي، چې له دې ځايه په پاکستان او همدارنګه په افغانستان کې ترورېستي بريدونه کوي.
د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې دا پراخ پوځي عمليات تر هغې وروسته پيل کړل؛ چې په شمالي وزيرستان کې مېشتې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه يوې وسله والې ډلې د دې هېواد په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې پر هوايي ډګر د خونړي وسله وال بريد مسووليت ومانه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfeed1.w6dm0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته