دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 94885
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي،فیسبوک دې نه بنديږي
د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کښې چې مشري یې ولسمشر حامد کرزي کوله د فېسبوک پر بندېدو او یا پرېښودو خبرې وشوې او پرون پرېکړه وشوه چې فیسبوک دې نه بندیږي.
تر دې څو ورځې مخکې د فیسبوک له مرکزي دفترونو سره هم ځینو افغان چارواکو خبرې کړې وې او ویلي یې وو که په ډله ییز ډول دغه ټولنیزه رسنۍ نه شي بندېدلی په انفرادي توګه دې د ځینو پاڼې بندې کړي.
د افغانستان د ولسمشر کرزي ویاندې عادلې راز ویلي، د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې دا وړاندیز رد کړ چې فیسبوک بند کړي.
تر دې مخکې د افغانستان د ټکنالوجۍ وزارت دغه وړاندیز رد کړی و، خو بیا هم یو شمېر کسانو له خپلو هڅو لاس وانخیست چې فیسبوک بند شي. دغو کسانو هیله لرله چې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشي چې فیسبوک وتړل شي او وار له مخې داسې اوازې خپرې شوې وې چې پرون له ماسپښین وروسته به فیسبوک په افغانستان کې څوک نه شي کارولی.
هغو کسانو چې له فیسبوک سره مخالفت کاوه هغوی چاروکو ته دا مشوره ورکړه چې د فیسبوک له لارې قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهل کیږي او بهرني هیوادونه په مستعارو نومونه فیسبوک پاڼې لري.د فیسبوک پلویانو بیا ویلي، که چېرې داسې وي نو کلتوري ستونزې او تعصباتو ته لمن وهل خو په یو شمیر تلویزیونونو کې هم روان دي چې ځای یې هم معلوم دی، دفتر یې هم څرګند دی نو د دې پر ځای چې تلویزیون بندوئ هغه دفتر یې وتړئ. دغه لانجه د انتخاباتو د دويم پړاو له رایي اچونې را وروسته توده شوه
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbswb9.rhbawp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته