دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 95090
ایران وايي،د افغانانو د پاکو رایو پر اساس د جوړېدونکي حکومت ملاتړ کوي
تاند- دایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې تهران په افغانستان کې د افغانانو د پاکو رایو پر اساس د واک د سوله ییز لېږد او د یوه غښتلي، پراخ بنسټه او مشروع حکومت د جوړېدو هیله لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې دا خبره وروسته له دې وکړه چې پاکستان، هند، امریکا، اروپايي اتحادیې، ملګروملتو، چین او روسیې د افغانستان د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اعلانو پسې د جنجالونو په اړه اعلامیې خپرې کړې.
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویلي:«د ایران اسلامي جمهوریت د افغانانو رایو ته په درناوي د افغانستان د انتخاباتو د نهايي ګټونکي، چې د شکایتونو او درغلیو له څېړلو وروسته به اعلان شي، ملاتړ کوي.»
د ایران د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، تهران باورمن دی چې د افغانستان راتلونکی بریالیتوب له پراخ بنسټه او د افغانانو د پاکو رایو پر اساس له جوړ شوي حکومت سره تړلی دی.
ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون حماسه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلکو د رایو له لارې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خپله غوڅه اراده او سیاسي بلوغ څرګند کړ.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاوخوا ۸ ملیون افغانان د رایو صندوقونو ته لاړل او خپلې رایې یې استعمال کړې.
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د درغلیو د څېړلو غوښتونکي دي خو د دې پروسې پر سر اختلاف لري.
اشرف غني احمدزي ویلي چې د افغانستان د قانوني او مسوول اورګان یعني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې دې د دواړو کاندیدانو د استازو او د ملګرو ملتو د څارونکو په وړاندې د ۷ زره محلونو رایې له سره وشمېرل شي.
خو عبدالله عبدالله، چې په پیل کې یې د دې شمېر محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کړې وه، اوس د ۱۱ زره محلونو د رایو د بیا څېړلو د غوښتنې ترڅنګ د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون رول ردوي.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مهم غړی او د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې دوهم ځلي انتخابات نه مني او د لومړي پړاو انتخاباتو د پایلو پر اساس دې پرېکړه وشي.
ښاغلي نور د چهارشنبې په ورځ په مزارشریف کې د جرمني له سفیر سره په کتنه کې وویل چې له دې پرته بله هیڅ لار نشته.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcawwno.49nmo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته