دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 97500
امریکا له بګرام زندانه د ۹ پاکستاني بندیانو د خوشې کولو ننګه وکړه
د امریکا د دفاع وزات تایید کړې چې؛ د اګست په درویشتمه نیټه یې د باګرام له زندان څخه نهه تنه پاکستاني بندیان پاکستان ته استولي دي. دا خبره په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت ویاند "عباس کامونډ" وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړه چې؛ وړمه ورځ د افغانستان حکومت د دې بندیانو په خوشې کولو سخت عکس العمل وښود او له امریکايي لورې یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند ښاغلي کامونډ د امریکا د دفاع د وزارت په حواله وویل چې؛ دا زندانیان د مناسبو امنیتي ضمانتونو سره چې جنايي تحقیقات هم په کې شامل دي؛ د پاکستان یو زندان ته انتقال شوي دي.
عباس کامونډ نهه واړه بندیان د وسله والو شخړو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د قانون پر بنسټ د توقیف په معیارونه برابر وبلل او ویې ویل چې، په هر کال کې دوه ځلې د امریکا د دفاع د وزارت د کړنلارو سره سم د دوی اداري وضعت څیړل شوې دي.
په کابل کې د امریکا د سفارت دا ویاند د امریکا د دفاع وزارت په حواله زیاتوي چې؛ په دې اړه د ډاډ تر لاسه کولو په خاطر چې دا نهه تنه بندیان د امریکا د متحدو ایالتونو او نړیوالو قوانینو سره سم او د دوی انساني کرامت ته په پام انتقال شي؛ د دوی هر یو دوسیه په هر اړخیزه توګه څیړل شوې ده.
افغان حکومت پر موضوع خبر و:
د امریکا د سفارت ویاند عباس کاموند همدارنګه د امریکا د دفاع د وزارت په حواله وویل، مخکې له دې چې دا زندانیان پاکستان ته وسپارل شي؛ افغان حکومت پر موضوع خبر کړی شوی و.
خو افغان حکومت دا نه مني چې؛ ګوندې د باګرام له زندان څخه د پاکستاني بندیانو په خوشې کولو کې دې د دوی سلا مشوره اخیستل شوې وي.
د یکشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې یو ځل بیا د دې بندیانو د خوشې کولو موضوع یاده شوه.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي دي؛ چې د ملي امنیت د شورا په غونډه کې اوسني وضیعت ته په پام چې د دوی په وینا؛ پاکستاني اتباع عملاً د طالبانو د جګړې په کرښو کې دي او د افغانستان پر ضد د هغوی مشري کوي؛ له باګرام زندان څخه د امریکا له خوا د نهو تنو پاکستاني بندیانو د خوشې کولو پریکړه ورته د اندېښنې وړ ده.
افغان حکومت له امریکا وضاحت غواړي:
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي؛ هغو شواهدو او اسنادو ته په پام چې مخکې د افغانستان د حکومت له خوا په افغانستان کې د جګړې په مشرتابه کې د پاکستاني اتباعو د پراخې ونډې په اړه وړاندې شوې د امریکا له حکومت څخه وضاحت غواړي چې؛ ولې یې په داسې یو وخت کې د دې پاکستاني بندیانو د خوشې کولو پریکړه وکړه.
په باګرام زندان کې چې مسوولیت یې په وروستیو کلونو کې افغان لورې ته سپارل شوی؛ لا هم یو کم شمیر بهرني بندیان د امریکايي پوځیانو تر څارنې لاندې دي او واک یې هغوی سره دی.
د یادونې وړه ده چې، څه موده مخکې افغان چارواکو هم د باګرام له زندان څخه په سلګونو بندیان خوشې کړل چې؛ په ورته توګه پرې د امریکا متحدو ایالتونو انتقادونه کړي وو او ویلې یې وو چې، د افغان حکومت له خوا په خوشې شویو بندیانو کې یې یو شمیر د افغانستان او امریکا امنیت ته خطر پېښولی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciuwa3.t1ayu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته