دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 51456
د((ميلاد كابل))د رييم علمي او تحقيقي سمينار جوړ شو
د((ميلاد كابل))درييم سمينار،ددې ښار د ښاروالۍ له خوا د چارشنبې په ورځ داطلاعات او فرهنګ د وزير داكتر سيد مخدوم رهين،دښځو چارو د وزيرې حسن بانو غضنفر،د كابل ښاروال د پلوم انجينر محمد يونس نوانديش،دبهرنيو هيوادونو د استازو،علماوو او د كابل دپوهنتونونو ديو شمير استادانو په ګډون د((بابر))په باغ كې جوړ شو.
كابل ښاروال ښاغلي نوانديش،د ولسمشر پيغام د سيمينار ګډونوالو ته ولوست چې دهغه په يوه برخه كې راغلي وو.((زه د افغانستان د ولسمشر په توګه نن خپله نوښي څرګندوم،ځكه چې كابل ښاروال هركال د((ميلاد كابل))په نوم علمي او تحقيقي سمينار جوړوي)).
د ولسمشر د پيغام په متن همدارنګه ذكر شوي وو چې د كابل ښار،اوسمهال له هغو ښارونو څخه يو دي چې خوار ډير نفوس پكې ژوند كوي او له خلكو غوښتل شوى وو چې ددې ښار په ودانولو كې ډيرې هڅې وكړي.
دښاغلي كرزي د پيغام په كې راغلي وو((زه ددې ښار له ښاروال او د كابل له خلكو داتمه لرم څو د دارلامان ماڼۍ،د تاج بيك د غونډۍ ماڼۍ او د چهلستون ماڼۍ بياورغوي)).
همدارنګه پدې پيغام كې ټينګار شوى ؤ چې كابل بايد د كابل تاريخي باغونو او قصرونو په ودانولو كې هڅه وكړي.
ښاغلي نوايديش په ادامه وويل:د ننني سمينار د جوړولو موخه،د كابل د تاريخ ژوندي كول،او د افغانستان او نړۍ خلكو ته دهغه ورپيژندل دي.
هغه زاته كړه:كابل په پخوانيو زمانو كې،دنړۍ له خورا متمدنو پلازمنيو څخه ګڼل كيده،پدې اساس مونږ غواړو چې دا ښاره بيا،په نژدې راتلونكي كې،دهيواد له پرمختللو ښارونو څخه جوړ كړو.
كابل ښاروال زياته كړه:چې دكابل په ښار كې اوسمهال،دبيارغاوڼې په لحاظ،له دوه كاله وړاندې سره ډير توپير موندلى دى.
هغه څرګنده كړه:اوسمهال د كابل له پوهنتون څخه ۲۵۰ تنه محصلين_په ځانګړي ډول اينجينري څخه فارغ شوي چې دوئ اوسمهال ترعملي زده كړو لاندې دي او څه موده وروسته به په عملي توګه له كابل ښاروالۍ سره مرستندوى شي.
د يادونې وړده چې د كابل د تاريخي و دانيو د بيارغولو طرح له نژدې دوه كاله وړاندې څخه پيل شوې هيله ده چې دا ماڼۍ،د بهرنيانو له مرستې پرته،د خپلو خلكو په مرسته،بيا ورغول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5aw.t1azw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته