دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۵۲
د مطلب کود : 55321
په ۲۰۱۲ د بهرنیانو تلفات کم شوي خو د افغانانو زیات شوي
تاند- د اسوشیتید پریس خبري اژانس له یوه تازه راپور سره سم په ۲۰۱۲ میلادي کال په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی خو تر نورو کلونو زیات افغان پولیس او عسکر وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس وايي، په داسي حال کې چې تشدد او د وسله والو حملې لږ شوي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو پوځیانو حملې ډېرې شوي او د دواړو خواوو ترمنځ یې بې باوري زیاته کړې ده.

د ناټو یوه ویندوی د امریکا د هوايي ځواک ډګرمن لیستر ټي کارول وویل:«په مجموع کې وضعیت مخ په ښه کېدو دی. د افغانستان خاص ځواکونه د جراح ډاکترانو په شان د یاغیانو مشران دانه دانه له مخې لېري کوي.»

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال محمد ظاهر عظیمي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د اتیا فیصده نفوسو د امنیت ساتنه کوي خو افغان ځواکونه په لږ وسلو سمبال دي.

ده زیاته کړه:«زموږ ځواکونه اوس تر هر بل وخت د جنګ په جبهه کې زیات ښکېل دي. له همدې کبله یې تلفات هم زیات شوي دي.»

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د طالبانو حملې کمې شوي او په نتیجه کې یې هم د ناټو پوځیانو تلفات کم شوي او هم د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې ټیټې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حملې د دوی د حملو په دودیزو سیمو یعني جنوب کې لږې شوي خو په نسبي ډول په لوېدیځ او شمال کې یو څه ډېرې شوي دي.

د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر، چې تېر(۲۰۱۱) کال ۴۰۴ و، سږ کال د امریکا د دفاع وزارت په وینا د شنبې تر ورځې پوري ۲۹۵ ته راټیټ شوی دی.

سږ کال، چې نن یې وروستۍ ورځ ده، په افغانستان کې ټولټال ۳۹۴ بهرني پوځیان وژل شوي دي. تېر کال ۵۴۳ تنه وژل شوي ول.

په دې (۲۰۱۲) کال کې د افغان ځواکونو له منځه د ناټو پر پوځیانو په ۴۵ حملو کې ۶۱ بهرني پوځیان وژل شوي حال دا چې تېر کال دا ډول ۲۱ حملې شوې وې چې له کبله یې ۳۵ پوځیان وژل شوي ول.

ناټو پوځیانو د جګړې له میدانه د افغان ځواکونو د روزنې لور ته حرکت سږ کال چټک کړ. ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې تقریباً ټول محارب ماموریتونه افغان ځواکونو ته ورله غاړې کړي او ناټو ځواکونه یوازې افغانانو ته پوځي روزنې ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ارقام ښيي چې ورځ په ورځ د افغان پولیسو او عسکرو تلفات زیاتېږي.

د روان لمریز کال (چې د مارچ له یوویشتمې پیل شوی) په لسو میاشتو کې۱۰۵۰ افغان عسکر وژل شوي. په همدې موده کې ۱۴۰۰ پولیس وژل شوي دي.

ناټو وايي، د افغان امنیتي ځواکونو شمېر، چې د تېر کال په مارچ کې ۱۳۲۰۰۰ و، اوس ۳۳۳۰۰۰ ته زیات شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د دوی له ارقامو سره سم سږ کال لږترلږه ۸۲۲ ملکیان د طالبانو او نورو یاغیانو له لوري وژل شوي او ۱۱۹ ناټو په هوايي حملو او نورو عملیاتو کې وژلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfs0k.yt0kx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته