دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 55366
پاکستان د ملا نور الدین ترابي په ګډون ۸طالب زندانیان خوشې کړل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اتو تنو نورو طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړ.

په هغه اعلامیه کې، چې بیګا ماخوستن ددې وزارت له خوا خپره شوې راغلي، چې په خوشې شویو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليې وزیر ملا نور الدین ترابي، الله داد طیب، میر احمد ګل، عبدالباري او ملا داود جان شامل دي، خو د پاتې درېيو نورو په باب څه ندي ویل شوي.

د وروستیو درېيو کسانو په باب ویل کږي، چې د طالب واکمنۍ پر وخت يې د ولایت تر کچې دندې ترسره کړي دي.
پاکستان تیره میاشت هم نهه تنه طالبان خوشې کړل، خو د وروستیو معلوماتو له مخې لا هم افغانستان ته ندي ستانه شوي او په پاکستان کې اوسیږي.

که څه هم په پاکستان کې دهغوی پاتې کیدا ډيرې پوښتنې او انديښنې رامنځته کړي، خو ژورنالیست و ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی دهغوی خوشې کیدل د سولې پروسې لپاره ګټور بولي :

"په دوی کې ډیر مهم خلک شامل دی، دوی نه یواځې دا چې په افغاني ټولنه کې یو مقام لري بلکې د طالبانو په لیکو کې هم خاص اهمیت لري او لا هم روابط لري او کولی شي د پام وړ کار وکړي.

زما په باور دا یو ښه ګام دی او بایده چې ادامه ومومي ځکه چې ددې خبرې قوي امکان موجود دی چې دا خلک د افغانستان په راتلونکي سیاست کې مثبت رول ولوبوي"

په پيښورکې د دي نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې مشرخبریال مشتاق یوسفزی بیا په دې باور دی، چې د طالبانو تصمیم نیوونکیو مشرانو ددغو خلکو د رابطو کړۍ ماتې کړي او ګرانه به وي، چې له خپل پخواني نفوذه کار واخیستلی شي:

"کوم طالب مشران چې یوځل ونیول شي او بیا خوشې شي نو ملګري يې پرې د تیر پشان باور نه کوي، که تیرو وختونو ته وګورو نو کوم طالبان چې له زندانونو خوشې شوي نو چندیانې رول يې ندی لوبولی. بله خبره داده چې اوس چې کوم طالبان راخوشې کیږي ډيری يې کمزوري شوي او په ډول ډول ناروغیو اخته دي نو د خراب صحت له وجې به هم د ونشي کړی چې د پخوا پشان کار وکړی شي."

په عین حال کې د چارو یوشمیر څيړونکي بیاد اسلام اباد اراده تر ټولو مهمه ګڼي او په دې باور دي، چې ددې هیواد مخلصانه همکاري لوی بدلون رامنځته کولی شي.

د عقیل یوسفزي په دې باور دی چې اسلام اباد دا درک کړي، چې د افغانستان په باب پالیسي يې بدلون ته اړتیا لري او په خبره يې عملا يې په دې برخه کې کار هم پیل کړی دی

افغان دولت په دې باور دی، چې که په پاکستان کې بندي عالي رتبه طالب بندیان خوشې شي ښايي دا کار د سولې بهیر په ګټه تمام شي، خو د وروستیو معلوماتو له مخې دغه شورا لاهم دا معلومات نه لري چې په لومړي پړاو کې خوشې شوي طالبان چیرته دي.

د افغانستان دسولې عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني تیرنومبر اسلام اباد ته په خپل لومړني سفر کې د یوشمیر طالب بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت د دغو طالبانو خلاصون په افغانستان کې له سولې او پخلاینې سره د اسلام اباد د ملاتړ بیلګه بولي او وايي، چې که دې کار د سولې له پروسې سره مرسته وکړه نو نور طالبان به هم خوشې کړي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce1qp.2bqpe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته