دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۴۶
د مطلب کود : 55615
د بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه ۸۰ تنه بندیان خوشې شول
د دفاع وزارت چارواکي وایي، د محبوسینو د خوشې کولو په لړ کې، د روان کال له حمل میاشتې راهیسې کابو شپږسوه بندیان خوشې شوي دي.

د دفاع وزارت د نظامي پولیسو د فرقې د عامه چارو مدیر ډګروال جلال الدین دهاتي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې نن د بګرام له زندان او څرخي پله له ځانګړی توقیف خانې څخه اتیا تنه بندیان چې د حبس مودې یې بشپړې شوې وې، خوشې شول:

"په مجموع کې په ننني پروګرام کې اتیا تنه بندیان، د څرخي پله او بګرام له زندانونو څخه خوشې شول، په دې کې اکثره د پروان، کاپیسا، لوګر، کابل، میدان وردکو او پکتیا اوسیدونکي وو.

دا هغه بندیان وو، چې پخوا د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي او بیا وروسته دوی ته ته سپارل شوي وو."

ده وویل، د دې بندیانو دوسیې یوې ځانګړې کمیټې چې د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له استازیو جوړه ده؛ څیړل شوي دي.

ډګروال دهاتي وویل، دا هغه بندیان وو، چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره په مستقیمو نښتو کې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

ده داهم وویل، په دوی کې داسې کسان هم وو، چې له مخالفینو سره یې اړیکې لرل هم ثابت شوي وو.

دهاتي وویل، د ځانګړې کمیټې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې ده، د روان د دلوې ترلسمې پورې یوزرو دوه نور داسې بندیان هم خوشې شي:

"پروګرامونه ترتیبیږي، ځانګړې کمېټه خپل کارته دوام ورکوي، په پام کې ده، چې د دلوې ترلسمې نیټې پورې په مجموع کې یوزرو دوه سوه نور داسې بندیان هم خوشې شي."

ډګروال دهاتي زیاته کړه، اوسمهال د بګرام په زندان کې درې زره او د څرخي پله په ځانګړی توقیف خانه کې څلور سوه داسې کسان بندیان دي.

د بګرام د زندان چارې د روان کال د سنبلې په میاشت کې افغان ځواکونو سپارل شوي دي.

د هغې پریکړې له مخې چې د کابل او واشنګتن ترمنځ شوې، په کې راغلي، چې بهرني ځواکونه حق نه لري، په افغانستان کې دننه زندانونه ولري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjimei.uqeivz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته