دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 56098
افغان او امریکايي پوځیانو د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو امکان رد کړ
د امریکا دفاع وزیر او د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون هغه نظر رد کړ چې ګنې امریکا له افغانستانه ټول عسکر باسي.

د افغانستان د حکومت یوه چارواکي وویل چې توقع نه لري چې ټول امریکايي پوځیان به له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه ووځي.

د ولسمشر کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خزم دا خبره وروسته له دې وکړه چې د بارک اوباما د ملي امنیت د سلاکار مرستیال له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو احتمال مطرح کړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بن رودز د سنې شنبې په ورځ وویل چې دوی صفر ته د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو په شمول هیڅ احتمال نه ردوي. امریکا په دې کلکه ولاړه نه ده چې خامخا دې په افغانستان کې پوځیان ولري. ده ټینګار وکړ:«موږ یو هدف لرو او هغه د دې خبرې یقیني کول دي چې افغانستان به بیا د القاعده پر ځالې نه بدلېږي او د افغانستان حکومت دومره امنیتي ځواکونه لري چې د افغان حکومت د امنیت ساتلو لپاره کافي دي. »

خو ښاغلي خرم ازادي راډیو ته وویل چې دوی فکر نه کوي چې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې هیڅ پوځي پرې نږدي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا هم پرون په واشنګټن کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې وویل چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له افغانستان سره اوږدمهالو همکاریو ته تر ۲۰۱۴ وروسته هم دوام ورکوي.

د بن رودز له څرګندونو وروسته د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړیو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې امریکايي پوځیانو لا خپل ماموریت نه دی بشپړ کړی.
خو عبدالکریم خرم وايي چې د ټولو امریکايي عسکرو د وتلو موضوع نه مخکې او نه اوس په امریکا کې د دوی د سفر په لړ کې مطرح شوې ده.

افغان چارواکو څو ځلي ویلي چې بهرنيو پوځیانو ته اړتیا نه لري خو له هغوی څخه خپلو امنیتي ځواکونو ته د ښو وسلو او تجهیزاتو غوښتونکي دي.

افغان چارواکو د جنګي الوتکو، توپونو او نورو درنو وسلو تقاضا کړې او په عین حال کې یې د ناټو او امریکا له لوري د افغان ځواکونو د روزنیز پروګرام د دوام غوښتنه کړې ده.


په همدې حال طالبانو له ډېر ځنډ وروسته له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د څرګندونو هرکلی وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcxdt.w6dv1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته