دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 56179
کرزي په مشروط ډول د امریکايي پوځیانو مصونیت ومانه
تاند- د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په خپلو پرونیو خبرو کې موافقه ونه کړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي خو په دې سره سلا شول چې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان د افغانستان د قوانینو په وړاندې مصونیت ولري او په مقابل کې یې امریکايي پوځیان د افغانستان په کلیو او بانډ‌و کې عملیات افغان ځواکونو ته وسپاري او دغه راز د محبسونو او بندیانو کنټرول د افغانستان حکومت ته وسپاري.

دا هغه مسلې دي چې د افغانستان حکومت یې د خپل حاکمیت برخه بولي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له افغان ولسمشر سره له خبرو وروسته له هغه سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د مصونیت غوښتنه وکړه.

ده ونه ویل چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې څومره امریکايي پوځیان پاتې شي خو ویې ویل چې د امریکايي پوځیانو شمېر به له هغې امنیتي موافقې سره تړلی وي چې پر اساس یې امریکا په افغانستان کې د دغه هیواد د قوانینو په وړاندې د خپلو پوځیانو مصونیت غواړي.

اوباما دا هم وویل چې که هر څومره پوځیان یې په افغانستان کې پرېښودل، د هغو لپاره به د قانوني مصونیت غوښتنه وکړي. اوباما دا هم وویل چې په هیڅ هیواد کې امریکايي پوځیان له مصونیته پرته نه دي دېره شوي.

د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کې امریکايي پوځیانو ته قانوني مصونیت پر زندانونو او بندیانو د افغانستان د حکومت له کنټرول سره تړلی وباله.

حامد کرزي په دې اړه موافقه وستایله چې امریکا به په افغانستان کې د ټولو بندیانو او محبسونو کنټرول د افغانستان حکومت ته سپاري.

د افغانستان د حکومت بله غوښتنه دا وه چې امریکايي پوځیان دې د افغانستان په کلیو او بانډو کې عملیات ودروي.

د دواړو هیوادونو له موافقې سره سم به په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو ماموریت په راتلونکي پسرلي کې په حمایوي رول بدل شي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې دا کار په دوبۍ کې وشي.

اوباما وویل له ولسمشر کرزي سره له خبرو وروسته امریکا ته دا موقع په لاس ورغله چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل په راتلونکو میاشتو کې چټک کړي.

اوباما دغه راز وویل چې په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته نسبتاً لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي. ده وویل چې تراوسه پوري یې پرېکړه نه ده کړې چې دقیقاً به څومره پوځیان پرېږدي خو له جنرال الن او نورو قومندانانو سره له مشورې وروسته به پرېکړه وکړي چې څومره عسکر په افغانستان کې پرېږدي چې په دې هیواد کې ترلاسه شوې بریاوې ضایع نه شي.


د امریکا د ولسمشر په وینا په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ځواکونو ماموریت به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، هغوی ته مشوره ورکول او دغه راز د القاعده شبکې د پاتې شونو پرضد په عملیاتو کې ملاتړ وي.

اوباما وویل چې دا ډېر محدود ماموریت دی او هغسي توشیح او سریزو ته اړتیا نه لري چې دوی په تېرو لسو کلونو کې درلود.

د افغانستان ولسمشر د اوباما په څرګندونو خوشي احساس کړه، ویې ویل: دا د امریکا په متحدو ایالتونو پوري اړه لري چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په باب پرېکړه وکړي.

ده همداراز وویل:«د عسکرو شمېر د افغانستان په حالاتو کې بدلون نه شي راوستلی. څه چې مهم دي د دوو هیوادونو پراخې اړیکې دي.»

د افغانستان ولسمشر د دوو هیوادونو ترمنځ لانجمنو مسلو ته په اشارې وویل:«د امریکا متحدو ایالاتونو موافقه وکړه چې د هغه محبس کنټرول د افغانستان دولت ته وسپاري چې د تروریزم په شک نیول شوي کسان پکې بندیان دي.»

کرزي، چې اشاره یې د بګرام زندان ته وه، وویل چې دا محبس به کابل ته د ده له رسېدو سره سم افغان حکومت ته وسپارل شي.

کرزي همداراز د افغانستان له کلیو او بانډو د امریکايي پوځیانو د وتلو او په هغو کې د عملیاتو د بس کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دغه شرط د منلو په صورت کې حاضر دی چې پاتې کېدونکو امریکايي عسکرو ته د افغانستان د قوانینو په وړاندې مصونیت ومني.

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل:« د دغو مسلو له حل کولو وروسته، افغانانو ته ویلی شي چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته په داسي ډول مصونیت ورکړئ چې د افغانستان حاکمیت ته صدمه نه رسېږي او د افغانستان قوانین نه نقض کېږي.»

ده وویل هماغه راز چې امریکایانو ته د خپلو پوځیانو مصونیت مهم او حساس دی هماغسي موږ ته خپل ملي حاکمیت مهم او حساس دی. موږ ته دا مهمه ده چې په خپله خاوره کې بندیخانې او بندیان مو تر کنټرول لاندې وي.

د دواړو ولسمشرانو تر خبري غونډې لږ مخکې د افغانستان او امریکا په ګډه اعلامیه کې اوباما او کرزي د امنیتي ځواکونو پرمختګونه ستایلي او ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د افغانستان د اتیا فیصده نفوس امنیت ساتي او دا فیصدي به د سږکال په پسرلي کې، چې د امریکا او ناټو پوځیان د جګړې له میدانه وځي او د مشوې رول په غاړه اخلي، ۹۰ ته لوړه شي.

ولسمشر کرزي په ځلونو د افغانستان په کلیو او بانډو کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له ترهګرۍ سره جګړه باید د افغانستان له پولو دباندې وشي.

ښاغلي اوباما وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیتونه په پسرلي کې په داسي حال کې په غاړه واخلي چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه به په منطقي ډول د خپلې جګړې پای ته رسولو ته نژدې شي.

اوباما د سپینې ماڼي په خبري غونډه کې همداراز وویل: له افغانستان سره د امریکا اړیکې، په داسي یو حالت کې چې افغان ځواکونه له دې هیواده د امریکايی پوځیانو د وتلو د تیارېدو لپاره زیات مسوولیتونه په غاړه مني، یوه بل حساس پړاو ته داخلېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1ydt.w6dveaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته