دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 56184
د حامدکرزي او بارک اوبا ما دخبري کنفرانس لنډیز

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، له خپل امریکایي سیال بارک
اوباما سره له کتنې وروسته، نن په سپینه ماڼی کې په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې واشنګټن ته خپل سفر او له امریکایي چارواکو سره یې د خپلو لیدنو کتنو پایلې مثبتې و
ارزولې.

حامدکرزي وویل: امریکایي چارواکو او پخپله بارک اوباما ورسره په دې باندې موافقه وکړه چې امریکایي عسکر به د افغانستان له کلیو او بانډو څخه خپلو مرکزونو ته راستنیږي، افغانان به نه توقیفوي، د افغانستان ملي حاکمیت ته به په بشپړه توګه احترام کوي او نور به د افغانستان په خاوره کې بهرنیان د زندانونود لرلو او د زندانیانو د ساتلو حق نه لري.

ده وویل موږ پخپله دغه کتنه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د پینځم او وروستي پړاو د لېږد، د سولې د بهیر، په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستل کېدو، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د اقتصادي مرستو د دوام او د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول په باب خبرې وکړې او په دې باب مو موافقه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز وویل چې موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د موافقه لیک په باب خبرې وکړې او دواړه لوري په دې باندې سلا شوو چې دغه موافقه لیک د دواړو هېوادونو په ګټه دی چې باید د دواړو هېوادونو ملي ګټې پکې په پام کې ونیول شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د خپلو دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې په بشپړه توګه بدلون راځي.

ده وویل چې د دغه بدلون له مخې به امریکایي عسکر ټول امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته ولیږدوي او دوی به یوازې د مرستندویانو دنده ولري او په دوو ځانګړو برخوکې به په فغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي چې له تروریزم سره جګړه او د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او تجهیز یې مهمې برخې دي.

اوباما ټینګار وکړ چې دافغانستان د سولې په بهیرکې باید ګاونډي هېوادونه هم همکاري وکړي ځکه چې ثبات لرونکی افغانستان د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

دا مریکا جمهوررئیس وویل چې هېواد یې ژمن دی چې د افغانستان ملي بنسټونه
پیاوړي او له افغانانو سره خپلې اقتصادي مرستې جاري وساتي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba8bs.rhb0wp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته