دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 56255
د پکتيا اوسېدونکي: پاسپورټونه په پيسو او واسطو راکول کيږي
د پکتيا اوسېدونکي شکايت کوي چې د پاسپورټ اخيستو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو چارواکي د خلکو دا خبرې ردوي وايي چې خلک د دوی له وسه د باندې غوښتنې لري.

د پکتيا امنيه قومندانۍ دروازې مخې ته هره ورځ ګڼ خلک بهرنيو هېوادونو ته د سفر لپاره د پاسپورټ اخيستو له پاره ولاړ وي.

دلته په ولاړو کسانو کې داسې کسان هم وي چې پاسپورټ ګاونډي هيواد پاکستان او يا هند ته د خپلو ناروغانو د لېږد په خاطر ترلاسه کوي.

د ډېرو خلکو شکايت دا دی چې هر هغه څوک په اسانۍ پاسپورټ ترلاسه کولی شي چې واسطه ولري او يا هم د وره مخ ته راوتلو دلالانو ته پيسې ورکړي، د پکتيا امنيه قومنداني مخ ته ولاړ څو تنه پاسپورټ اخيستونکي :

“زما نوم تاج محمد دی دا څو ورځې کيږي منډې رامنډې وهم پاسپورټ نه راکوي وايي نن راشه سبا راشه، ۲ بجې راشه ۹ بجې راشه، بس پينځه ورځې مو دلته په دې يخ کې تېرې کړې”

دويم تن:

“قومنداني کې هغه سړی چې واسطه ولري پاسپورټ اخلي او چې نه يې لري وخت پرې تېريږي نشي يې اخيستی يا به پيسې ورکوي يا به اوه اته ورځې په پاسپورټ تېروي يعنې لنډ درته ووايم پاسپورټونه په پيسو او واسطو راکول کيږي”

د هيواد د نافذه قوانينو له مخې د افغانستان هر وګړی کولی شي د ځان او کورنۍ د غړيو له پاره چې نورو هيوادونو ته سفر کوي پاسپورټ واخلي، خو ډېر وخت خلک په ډېرو ځايونو کې د پاسپورټ اخيستو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.

د دې خلکو په منځ کې موږ داسې څوک هم پيدا کړ چې په واسطه يې پاسپورټ تر ټولو وړاندې ترلاسه کړی و، ده په خپله وويل چې دی د يو وکيل خوريى دی او د هغه په ټليفون يې له امنيه قومندانۍ څخه په څو ساعتونو کې پاسپورټ ترلاسه کړ :

“زه عبدالوکيل ، د وکيل خورې يم هغه قومندان ته زنګ وکړ، په څو ساعتونو کې مې کار خلاص شو او پاسپورټ يې راکړ”

ځينو کسانو چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي وويل چې دوى ته په پيسو پاسپورټونه اخيستل تر دې اسانه دي چې په خپله ورته په دروازه کې ولاړ وي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل د خلکو دا شکايتونه ردوي وايي چې دوی د پاسپورټ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او خلک يې له تېر يو کال راهيسې له هغو ستونزو خلاص کړي، چې په خپلو ولسواليو کې به يې عارضې او د ملکانو لاسليکونه اخيستل او بيا به يې په ولسوالۍ کې پاسپورټ ترلاسه کاوه.

اورياخېل وايي چې دوی هڅه کړې خلک له ستونزو خلاص کړي:

“له هغې وروځې وروسته چې زه دلته راغلی يم د پاسپورټ د وېش له کومې ستونزې يا مشکل سره نه يو مخ شوي له يوې نه بلې ورځې ته مو د پاسپورټ د توزيع ستونزه نه ده غزېدلې نن چې څوک پيسې بانک ته تحويل کړي سبا پاسپورټ ورکول کيږي”

د خلکو دا شکايتونه په داسې حال کې رامخ ته کيږي چې د پکتيا امنيه قومنداني چارواکي وايي د اړتيا پر مهال يې ګڼو خلکو ته د جمعې او رخصتيو په ورځ هم پاسپورټونه توزيع کړي دي . 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamunm.49nim1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته