دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 56508
هرڅومره ژر چې کیدای شي قطر کې طالبانو ته دفتر پرانیزو
د قطر صدراعظم وایي، هېواد یي غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه تر ۲۰۱۴ کال پورې چې په دې هېواد کې د ناتو په مشری محارب ماموریت پای ته رسیږي، مخ ته ولاړه شي.

په پام کې ده، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د قطر په مرکز دوحه کې یو دفتر پرانیستل شي.

افغان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره اونۍ وویل، چې دوي دواړو له دې سره موافقه کړې چې د طالبانو لپاره په قطر کې دفتر پرانیستل شي.

د قطرصدراعظم شیخ حمد بن جاسم الثاني له خپل لیبیایي سیال سره په دوحه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې دې ته تیاری نیسي چې هرڅومره ژر چې کیدای شي د طالبانو لپاره دفتر پرانیزي ترڅو د خبرو اسانتیا رامنځته شي.

هغه وویل، امریکا او نور هېوادونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه ځواکونه باسي او د ده په عقیده دا به ډیره مهمه وي چې لږ تر لږه ترهغه وخته پورې یوه ثابته سیاسي پروسه پیل شوې وي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره به ښایي د امریکا د ګوانتنامو له زندان څخه یو شمېر طالب بندیان له خوشې کیدو وروسته دې هېواد ته ولیږدول شي.

د قطر صدراعظم زیاته کړه، زموږ هدف دا دی چې له خپلو افغان وروڼو سره مرسته وکړو او یوه داسې حل لاره پیدا کړو، چې د ټولو یا حد اقل د یو زیات شمیر اړخونو لپاره د منلو وړوي.

د رویترز خبري اژانس په وینا یوه اروپایي لوړ رتبه ډیپلومات تیره اونۍ ویلي و، چې د طالبانو یو شمېر استازي وار له مخه د قطر مرکز دوحه ته رسیدلی، خو د دوی لپاره دفتر تر اوسه رسما نه دی پرانیستل شوی.

قطر چې د یو شمېر طالب چارواکو کوربه دی، مخکې یې هم د امریکایي چارواکو او د طالبانو د استازیو ترمنځ په پټو خبرو کې مهمه ونډه اخیستې وه، خو دغو خبرو تر اوسه پوری کومه نتیجه نده ورکړې.

د رویترز په وینا طالبانو یو کال مخکې ویلي و، چې غواړي په قطر کې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي او د سولې له خبرو سره یې په دې خاطر لیوالتیا ښودلې وه، چې د دې خبرو په نتیجه کې به دوی ته د افغانستان په حکومت کې ونډه ورکړل شي یا به هم د دې هېواد د جنوب د زیاتې برخی واک ورکړل شي.

خو طالبانو وروسته اعلان کړه، چې له امریکا سره له خبرو په دې خاطر ووتل چې دې هېواد په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او د سولې په برخه کې یې دریځ ثابت نه دی.

طالبانو د رسمي خبرو د پیلیدو لپاره له امریکا د ګوانتیامو له زندانه د خپلو یو شمېر ملګرو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرهم په وروستیو کې ویلي، چې د قطر له حکومت سره د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه خبرې روانې دی خو یادونه یې وکړه چې له دغه دفتره به یواځې له طالبانو سره د خبرو لپاره کار اخیستل کیږي او هغه به د دوي سیاسي دفتر یا نمایندګی نه وي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwsbs.rhb0gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته