دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 56587
سلاکاروزير او ننګرهار والي ښاغلي ګل اغاشېرزي دخبريال وېبپاڼې له لارې دواليانو ترمنځ په پيل شوې سيالۍ کې لومړى مقام ګټلى
نوموړي چې د ٣٤ واليانو په منځ کې تر ټولو زياتې رائيې ترلاسه کړې ، دسرو زرو دمډال ګټونکى شوى دى .
دغه سيالي چې دتيرې يوې مياشتې راهېسې پيل شوې وې ، دننګرهار والي په کې ۱۲۳۴۱ رائيې خپلې کړي.
دغه راز په دې سيالۍ کې دننګرهار والي د بيا رغاونې سالار بلل شوى او دپراختيا سره سره له ولس سره بې تعصبه چلند، داداري فساد دمخنيوي هڅې او دبشر دحقوقو ملاتړ او دمخدره موادو کنټرول په باب يې زيات برېښنا ليکونه تر لاسه کړيدي. 

سلاکاروزير او ننګرهار والي ښاغلي ګل اغاشېرزي ننګرهار ملي راديو تلويزيون ته په راستول شوي پيغام کې دغه بريا ، دګران هېواد او په ځانګړې توګه دننګرهار دخلکو برياګڼلې او له همدې امله يې ټولو ته مبارکي ويلې .
دننګرهار والي په خپل پيغام کې ټولو ځوانانو ، مدني ټولنو ، پوهنتون استادانو ، ليکوالو ژورنالېستانو او هغو خلکو څخه په وار وار مننه کړى ، چې په دې سيالۍ کې يې دده په ګټه رائيې کارولي .
ښاغلي شېرزي په پيغام کې دننګرهار دټولو ولسونو ، ديني علماى کرامو ، ملي سوداګرو ، ولايتي شورا ، ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو او قومي مشرانو څخه هم مننه کړى ، چې په ټولو برخو کې يې ورسره همکاري کړى او له امله يې دى په ټول هېواد کې دسترو برياوو څخه برخمن شوى .
دننګرهاروالي داهم ويلي چې ددې ولايت متدينو او سوله خوښه خلکو له ده سره دده په شاوخوا اته کلن ماموريت کې تل دښې حکومت دارۍ ، اداري فساد اوغصب مخنيوي ، نشه يي توکو له منځه وړلو ، بشري حقونو اعادې ، امنيت ټينګښت او خلکو ته دهوساينې دبرابرولو په برخه کې ډېرې مرستې کړي او دا ټول ددى لامل شوې ، چې زه په ټول هېواد او نړۍ کې ددولتي او غېرې دولتي نهادونو لخوا په سياليو کې برياوې ترلاسه کړم .
ښاغلي شېرزي په خپل پيغام کې دټول هېواد روښانفکرانو ، مجاهدينو ، دولتي همکارانو او ټولو قشرونو څخه هم مننه کړى ، چې په دې سيالۍ کې يې ورته رائيې ورکړي او ډاډ يې څرګند کړى چې له دې به وروسته هم دهېواد دځوريدلي ملت دهوساينې لپاره په هره برخه کې صادقانه خدمت وکړي .
ديادونې وړ ده دننګرهار والي ، چې درې ځلې دکندهار دوالي ، دفوايدعامې دوزير او ښاري پراختيا دوزير په توګه هم دندې ترسره کړي ، له دې وړاندې دجمهوررئيس لخوا دبيارغاونې داتل ، دازادۍ راډيو لخوا په شوې سيالۍ کې دکال غوره شخصيت او دځينو نورو ملي او نړيوالو ادارو لخوا پرګڼو تقديرنامو وياړل شوى
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciywaw.t1aqv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته