دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 57771
په ۲۰۱۲ کې ۵۰ زره افغانانو اروپايي هیوادونو ته پناه وړې
تاند- د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي له اروپايي هیوادونو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په باب موافقه نه ده کړې.

ویل کېږي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د وخت له رانژدې کېدو سره له فغانستانه بهرنیو هیوادونو ته د ځوانانو مهاجرت زیات شوی دی.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به نه امنیتي او نه اقتصادي ستونزې زیاتې شي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو د چارو وزارت په وینا تېر کال پنځوس زره افغانانو اروپا او استرالیا ته پناه یووړه چې د ورتېر یعني دوه زره یوولسم کال په پرتله دوه چنده زیات ول.

څرنګه چې امریکا او ګڼ نور هیوادونه افغانانو ته په اسانه وېزه نه ورکوي نو اکثره افغانان په ډېرو خطرناکو لارو د قاچاقبرو په وسیله په غیرقانوني ډول پرمختللو هیوادونو ته رسول کېږي.

د ملګروملتو له راپورونو سره سم د نړۍ د ټولو مهاجرو په درو کې یوه برخه افغانان تشکیلوي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت معین واصل نور مومند وايي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به نه یوازې ګډوډي رامنځته نه شي بلکې خلکو ته به د کار لا زیات امکانات برابر شي.

ښاغلي مومند وویل چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د پرېمانو مرستو ژمنې کړي چې په نتیجه کې به یې د خلکو ژوند ښه شي.

د افغانستان د حکومت له ډاډ سره سره چې وايي د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د هیواد حالات خراب نه شي، ویل کېږي افغانان وېره لري چې بیا به هغسي ګډوډۍ رامنځته شي چې په نوي یمه لسیزه کې د نجیب الله د حکومت له پرزېدو وروسته واکمنه شوې وه له همدې کبله ډېر خلک هڅه کوي چې قاچاقبرو ته زیاتې بیسې ورکړي څو دوی اروپا، استرالیا یا کاناډا ته ورسوي.

د کډوالو د چارو د وزارت مرستیال واصل نور مومند وايي چې ځینو اروپايي هیوادونو ورته ویلي چې دغو هیوادونو ته مهاجر شوي افغانان بېرته افغانستان ته لېږي او د افغانستان حکومت دې خپل اتباع ومني خو دی وايي چې د دغو هیوادونو غوښتنه یې نه ده منلې.

ښاغلي مومند وویل چې له اروپايي هیوادونو ته یې ویلي چې دغو هیوادونو ته ورغلي افغانانو له نورو خلکو پور اخیستی او ځانونه یې د دوی هیوادونو ته رسولي دي نو د دې لپاره چې هم د دغو افغانانو ستونزې حل شي او هم د افغانستان په درد وخوري پر هغوی زده کړې وکړي او بیا یې افغانستان ته راولېږي.

اکثره افغانان، چې قاچاقبرو ته د زرګونو ډالرو په ورکولو په خورا خطرناکو لارو اروپا یا استرالیا ته پناه وړي، په دغو هیوادونو کې په لاګرونو او کمپونو کې حتي په ځینو مواردو کې په کلونو انتظار باسي څو د مهاجر په توګه ومنل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8n.jh8ffi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته