د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، د خلیلزاد د سفر هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو ژر پیلېدل بلل شوي دي. د سرچېنې په خبره، امریکا هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې ژر پیل شی. متحده ایالاتونه وایي، افغانان له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او اړتیا ده چې دغه ناورین نور پایته ورسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ...
عبدالله عبدالله وایي، که په بین الافغاني مذاکراتو کې د اساسي قانون پر تعدیل توافق وشي د افغانستان دولت او ولس تیار دي چې هغه ومني.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که له طالبانو سره په بین الافغاني مذاکراتو کې د اساسي قانون پر تعدیل توافق وشو د افغانستان خلک او افغان حکومت به دا پرېکړه ومني ...
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې پروسه تېره شپه بشپړه شوې او يوازې ۷ طالب بنديان پاتې دي چې هغه به هم د توافق له مخې قطر ته لېږدول کېږي او هلته به تر څار لاندې وي.
يو شمېر حکومتي او طالب سرچينو له رسنيو سره خبرو کې تاييد کړې چې تېره شپه افغان حکومت ۱۱۳ طالب بنديان ازاد کړل او طالبانو هم له دې ډلې سره پاتې دوه کومانډو سرتېري ازاد ...
د وسلوالو طالبانو دوو معتبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، دا اووه تنه طالب بندیان هغه کسان دي چي د اسټرالیایي او فرانسوي ځواکونو په وژنه تورن دي او دوی به په راتلونکو ورځو کې قطر ته واستول شي. بلخوا، ټاکل شوې چې نن د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته سفر وکړي. که څه هم حکومت په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید کړې،...
د افغانستان، امريکا او جرمني ترمنځ د تلپاتې او دوامداره همکارۍ غوښتوونکي دي او هڅه کوي چې د همدغه سازمان له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږي. د ياد سازمان بنسټګر ولي محمد بشردوست وايي، افغانستان له امريکا او جرمني سره د څو لسیزو راهیسې اړيکي لري او هڅه یې دا ده چې دا اړيکې دې تقويه شي. نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د شته وضعيت د ښه کېدو ...