په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، تخار ، کندز ، کندهار ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، غزنی ،کنړ او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲۲ تنه ټپیان او ۱۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۸ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه دهلمند ، پکتیا ، میدان وردک ، سرپل او بغلان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)