دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 103492
۱۳ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندهار ، زابل ،ارزګان ، میدان وردک ، خوست ، پکتیکا او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۳  تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،  ۱۰ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ، ۵ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د کندهار  او غزنی  ولایتونو  په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceox8zwjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته