دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 107652
۱۳ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندهار،زابل،ارزګان،هلمند،پروان،غزنی او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، یو تن ټپی او ۱۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب و زابل ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcgnu9qxak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته