دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 109318
۱۳ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې تخار،کندز،سرپل، میدان وردک، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۸ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ او پکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchzwnz623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته