دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 119950
د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د بحث موضوع پر افغانستان راڅرخي
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز ازادي راډيو ته وويل، په دې کنفرانس کې به دغه راز د مخدره موادو او قاچاق په وړاندې پر مبارزه هم خبرې وشي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پرانيستل کېږي.

پاکستان تمه لري چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کې برخه واخلي.

د پاکستان يوه عالي رتبه چارواکي وويل، د اسيا د زړه هېوادونو راتلونکې غونډه چې د افغانستان پر اړوندو مهمو مسايلو به متمرکزه وي، پراخه اجنډا لري.

پاکستان به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د اسيا د زړه هېوادونو د کنفرانس کوربه وي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په دې کنفرانس کې په افغانستان پورې پر څو تړلو مسايلو خبرې کېږي:

”د اسيا د زړه هېوادونو د دغه کنفرانس د بحث وړ يوه موضوع د افغانستان لپاره د لومړيتوبونو ټاکل دي، دويمه مسئله دا چې د بېلابېلو هېوادونو شپږ کاري ډلې په افغانستان پورې پر تړلو څو مسايلو کار کوي چې په هغو کې د مخدره موادو او قاچاق په وړاندې مبارزه، د بېړنيو حالاتو مديريت او د امن ټينګښت شامل دي، دا ډلې وروسته خپل راپور وړاندې کوي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان پر امنيتي او پرمختيايي مسايلو هم بحث کېږي، چې زما په نظر اجنډا يې هراړخيزه ده.“

سرتاج عزيز زياته کړه، د کنفرانس په څنډه کې به د افغانستان د سولې د خبرو پر بيا پيل هم بحث کېږي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار وويل، د افغانستان په ګدون ٣٢ هېوادونو ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

سرتاج عزيز تمه وښوده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به هم په کنفرانس کې برخه واخلي:

”موږ تمه لرو، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنيو چارو وزير په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

ټاکل شوې د نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او عالي رتبه هيئتونو تر څنګ د چين، ايران، ترکيې او هندوستان د بهرنيو چارو وزيران هم اسلام اباد ته راشي او موږ ورته په تمه يو.“

که څه هم افغانستان تر اوسه په رسمي ډول په دغه کنفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګډون نه دى تاييد کړى، خو د افغان حکومت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته ويلي چې ولسمشر ښايي په دې غونډه کې برخه واخلي.

افغان ولسمشر تېره دوشنبه په پاريس کې د اقليمي بدلون په اړه د کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره وکتل.

راپورونه وايي، د پاکستان صدراعظم له افغان ولسمشر غوښتنه کړې چې د اسيا د زړه هېوادونو کنفرانس له ده سره په ګډه پرانېزي.

د اسيا د زړه هېوادونو کنفرانس يا د اسټانبول د بهير په نامه د غونډو دغه لړۍ په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د حالاتو په اړه د تفاهم د زیاتېدو په هدف پیل شوه.

د ٢٠١٤م کال غونډه په چين کې جوړه شوې وه، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کې برخه درلوده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamon6w49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته