د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مشترک چاڼیز او تهاجمی عملیاتونه د هیواد په ۱۳ ولایتونو کی ترسره سوی دی او په دی عملیات کی ۷۸ تنه تروریستان د ۳۰ تنه داعشیانو په شمول وژل سوی او ۲۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
د ملی دفاع وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره اعلان کړ چی دا عملیاتونه په ننګرهار، کنر، کاپیسا، پکتیکا، خوست، لوګر، قندهار، زابل، ارزګان، قندوز، فاریاب، تخار او هلمند ولایتونو کی په لاره اچول سوی دی.
ددی خبرپاڼی په اساس، ډیر تلفات طالبانو ته د فاریاب ولایت تګاب ولسوالی کی اوښتی دی او په همدی ترتیب ۱۹ تنه داعشیان د ننګرهار په پچیراګام ولسوالی کی او ۱۱ تنه نور د کنر ولایت واته پور ولسوالی کی وژل سوی دی.
همدارنګه د واته پور ولسوالی کنر ولایت کی د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کی ضیااالله د تروریستانو جلب او جذب مسوول او احمد سعید د تبلیغاتو مسوول د ۳ تنو سیمه ایز قوماندانانو په شمول وژل سوی دی.