دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 163220
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي پروژې منظور کړې
د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ۲۶ قراردادونو او وړاندیزونو غوښتنه وارزول شوه او په پایله کې کمېسیون د ۲.۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ قراردادونه او تدارکاتي وړاندیزونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوه.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ۲۶ قراردادونو او وړاندیزونو غوښتنه وارزول شوه او په پایله کې کمېسیون د ۲.۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ قراردادونه او تدارکاتي وړاندیزونه منظور کړل چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:
–         د لوی څارنوالۍ د اړتیا وړ وسایطو لپاره د دوه ډوله ( ډیزل او پطرول) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛
–         د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند تر هرات پورې د کندهار مسیر د نوري فایبر د ساتنې او مراقبت پروژې قرارداد؛
–         د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د کابل ولایت د اداري مجتمع هوارولو او لنډسکیپ پروژې قرارداد ؛
–         د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د غور ولايت د ښوونې او روزنې د ودانۍجوړولو پروژې قرارداد؛
–          د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې اړوند د باریک اب کرنیز زون ــ د صنعتي پارک د برېښنا د انتقال او وېش  شبکې جوړول ؛
–         د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د انجیل کانال د لومړي لاټ بیا رغونې پروژې قرارداد  ؛
–         د کندهار ولایت د افغانستان برېښنا شرکت د لومړۍ او دویمې برخې د جنراتورونو د اړتیا وړ ډیزل تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛
–          د دوو لاټو په ګډون د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ورکشاپونو د امریت اړتیا وړ د دوه ډوله دیزل او پطرول تېلو د پروژې برابرولو او د تدارک قرارداد؛
–         د کورنیو چارو وزارت اړوند د دولتي پروژو د ساتنې ریاست د قطعاتو او جزوتامونو ،  د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د دریو برخو په ګډون د قیصار ـ لامان حلقوي سرک تصدي او د محافظت قطعې د اړتیا وړ د ۱۳ قلمه حبوباتو د پروژې تهیه او تدارک قرارداد؛
–          د کورنیو چارو وزارت اړوند د شپږم لات د لوژسیتک عمومي ریاست لپاره د اړتیا وړ  ۱۵ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد؛
–         د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې معنیت او امنیتي تصدیو د جنراتورونو لپاره د اړتیا وړ دوه قلمه تېلو د تدارک قرارداد؛
–         د فواید عامې وزارت اړوندد لغمان ولایت د باد پښ  ۲۱.۱۶۰  کیلو متر په اوږوالي د دویمې برخې سرک  جوړولو پروژې د منظوری غوښتنه ؛
–         د کانونو وزارت او د امریکا متحدو ایالتونو د جیولوجي سروې د قرارداد د منظوری غوښتنه.
له بلې خوا د کلیو او پراختیا وزارت اړوند په نورستان، کنړ او لغمان ولایتونو کې د ولسي تړون پروګرام د تطبیق لپاره د همکارۍ په خاطر د همکار موسسو د استخدام په  مشورتي خدماتو قرارداد کې د نورګرام ولسوالۍ د نوم اصلاح د تعدیل منظورۍ غوښتنه هم کمېسیون منظور کړه.
د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د کابل ولایت د اداري مجتمع د هوارولو او لنډسکیپ پر پروژې د بحث پر مهال یاده پروژه له لومړي قراردادي سره منظور کړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست اقتصادي مشاوریت ته دنده وسپارله چې ټولې تصدیانې وارزوي او راپور یې د تدارکاتو ملي کمېسیون ته وړاندې کړي.
همداراز د ډایکنډي ولایت د ۵.۵ میګاواټه سولري برېښنا  د پروژې د ډیزاین او جوړولو قرارداد د ورکړې په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت وړاندیز هم د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون د اړتیا وړڅانګو لپاره  د ودانۍ د کرایې پروسې د پیلولو په اړه د دې کمېسیون وړاندیز تائید کړ.
پر دې سربېره د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو له ارزونې وروسته د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د ۱۴۰۰ بابه اپارتمانونو د پروژې په اړه د کورجوړولو وزارت یاداشت تصویب کړ.
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په کندز ښار او بغلان کې د ۲۰/۰.۴ کیلوولټ توزیعي شبکې د پروژې موده د بیې د لوړوالي سره د مودې د تمدید پر غوښتنې غور وشو.
جمهوررئیس په دې اړه ټینګار وکړ چې د کندز او بغلان ولایتونو خلک برېښتا ته جدي اړتیا لري؛ له دې امله ملي تدارکاتو کمېسیون دې یاده پروژه د هغې د سوځېدو د څرنګوالي په اړه د اسنادو د وړاندې کولو او د دې پروژې د بشپړېدو په اړه د مشخص مهال وېش د بشپړولو په شرط منظور کړه.
خو د فواید عامې وزارت اړوند د خواجه غار ولسوالۍ د ماورای کوکچې نه تر دشت قلعه ولسوالۍ پورې د ۱۷ کیلو متره په اوږوالي د سرک د جوړولو پروژې قرارداد او د لوګر له تېلو ټانګ څخه تر چهل دختران پورې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي د کابل-لوګر سړک جوړولو پروژې قرارداد او د ۱۵،۵۶۲کیلومترو په اوږدوالي د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ سرک د څلورو برخو (خارج دره، کله حوت، غچولان و جورغل) ساختماني پروژې قراراد بېرته وروګرځول شو. د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو یادې پروژې مهمې وبللې او وې ویل د دې پروژو پروسه باید لغوه شي او فواید عامې وزارت ته یې دستور ورکړ چې ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې د دې پروژو د پرمخ بېولو لپاره مناسب بدیل وړاندې کړي.
سربېره پر دې د عامې روغتیا وزارت د تاسیساتو اړتیا وړ ۱۱ قلمه خوراکي توکو او حبوباتو د تهیې او تدارک پروژې قرارداد او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د فاریاب ولایت اندخوی د اوبولګولو کانال د مطالعاتو د امکان سنجولو قرارداد د تخنیکي نېمګړتیاوو له امله بېرته وروګرځولو او له یادو وزارتونو یې وغوښتل چې د دې ستونزو له رفع کولو وروسته دې یادې پروژې د کمېسیون راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
د کمېسیون غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند د لوی څارنوالۍ د تحکیماتو په خاطر د اوسپنیزو موانعو او زرهي غرفو د اکمال او ځای پرځای کولو پروژې په اړه د موظف پلاوي راپور له اورېدو وروسته تائید کړ.
ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت اړوند د محابسو او توقیف‎خونو عمومي ریاست د دوه قلمه تېلو او د لوژستیک عمومي ریاست دوه قلمه غوښې د تدارک په هکله د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړو په اړه د وضاحت غوښتنه باندې بحث وکړ او په پایله کې ملي تدارکاتو کمیسیون دا پروژه منظور کړه.
جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت او ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه  وکړه چې د دې ډول قراردادونو د لا زیاتې ارزونې په خاطرګډې غونډې وکړي او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني د کورنیو چارو وزارت پر پروژو د بحث پر مهال ټینګار وکړ چې کم کاري او د هېواد ملي پولیسو ته د خوړو نه رسول د منلو وړ نه دي؛ له دې امله د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې شوي قراردادونه هر اړخیز وارزوي او په دوه اوونیو کې دې راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
ملي تدارکاتو کمېسیون  د چرګانو د والګي ناروغۍ د خورېدو له امله د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د ۴ ډوله غوښې د تدارک قرارداد د موقت تعدیل منظوري غوښتنه ، ملي تدارکاتو کمېسیون ته  د چرګ په غوښه کې د ستونزې د منه وجودیت په اړه د عامې روغتیا او کرنې وزارتونو وړاندې شوي راپور ته په کتو  رد کړه.
همدارنګه  د پوهنې وزارت د سیدجمال الدین د ښوونکو روزنې کمپلکس پروژې د نېټې د غځولو په اړه بحث وکړ او موظف پلاوي د خپلو ارزونو راپور وړاندې کړ چې په پایله کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو دا پروژه د موجوده نیمګړتیا د لېري کولو په شرط منظور کړه.
جمهوررئیس د ښارجوړولو وزارت نه وغوښتل د قراردادي کیفیت دې وارزوي او د پوهنې وزارت مکلف دی چې واضح نظارتي برنامه جوړه کړي او د افغانستان شفافیت څار بنسټ څخه یې هم وغوښتل چې د دې پروسې په ټولو مواردو کې دخیل اوسي.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د اقتصاد وزیر، د ماليې او عدلیې وزارتونو سرپرستانو ، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8tevyuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته