د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ احمد ضیا یعقوبی د خواجه عمری ولسوال د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی طالبانو تیره شپه د خواجه عمری ولسوالی ده حاجی کلۍ باندی برید سره ۳۵ تنه غیری نظامیان ددی کلۍ څخه تښتولی دی.
یعقوبی د قومی مشرانو هڅو خبر ورکوی چی طالبانو څخه دا کسان خلاص کړی.
ددی کسانو بیولو دلیل تراوسه نه دی معلوم، خو عارف نوری، د غزنی والی ویاند دوه ورځې مخکې د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې ویلی وو چی دا کلۍ باندی یو هوایی برید وروسته ددی کلۍ اوسیدونکې د طالبانو سره نښته کړي او طالبانو څو موترسایکلونو ته هم اور ورپوری کړی وو، شاید طالبان په همدی دلیل د کلۍ اوسیدونکې د ځان سره بیولی وی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
یادولو وړ دی چی مخکې هم طالبانو پنځه تنه د جاغوری ولسوالی څخه د دشت قره باغ څخه تښتولی وو.