دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 196536
سرپل مې امنیتی ځواکونو یو موټر کې ځای پرځای شوی ماین چاودنې مخکې پیژندلی دی
آوا خبر ګزاری- د ۲۰۹ شاهین قول اردو اعلان کړی چی طالبانو قصد درلود یو ماین ځای پرځای شوی موټر د تروریستی عملیات ترسره کولو لپاره د صیاد ولسوالی له لاری، سرپل مرکز ته دننه کړی.

 

هغه په دی بیان سره چی طالبان غوښتل چی ددی موټر په واسطه دولتی تاسیسات او مرکزونه تر برید لاندی راوړی، وویل: د ملی اردو او ملی پولیسو او ملی امنیت په همکاری سره دا موټر د خانقا ملیکی په کلۍ کې پیژندل شوی او ولایت مرکز ته د ننوتلو مخه یی نیول شوی دی.

د هغه نښتې له امله چی په دی سیمه کې د تروریستانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ رامنځته شوه، یاد موټر چاودیدلی دی، په نتیجه کې متاسفانه ۱۳ تنه ملکی وګړی ټپیان شوی دی او ځينی کورونه هم قسما ویجاړ شوی دی.

  
https://avapress.com/vdcfmvdyvw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته