دخپریدو نیټه :جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 213018
د یوې کورنۍ پنځه غړي چې له امنیت سره یې کار کاوه، طالبانو سره یوځای شوي
د سمنګان ولایت په لاندې دره‌صوف کې د ملي امنیت د مفرزه قطعې پنځه سرتېري بېګاه له طالبانو سره یوځای شوي دي. یاد پنځه کسان چې د ملي امنیت مدیریت ته نږدې په یوه پوسته کې وو، له څلورو کلاشینکوفونو، یوې پيکا او یوه راکېټ سره طالبانو ته ورغلي دي. پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي وو او په دې ولسوالي کې یې په وسله‌والو غلاوو او وژنو کې لاس درلود.
د لاندې دره‌صوف ولسوال عبدالیقین احمدي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د امرالله په نوم یو کس یې ډلمشر و او په څو وژنو او غلاوو کې یې لاس درلود.
 ټاکل شوې وه چې ملي امنیت امرالله د هغه د کورنۍ له نورو غړیو سره ونیسي، خو هغوی د امنیتي ځواکونو له عملیاتو مخکې، له طالبانو سره یوځای شوي دي.
احمدي زیاتوی چې د دغو کسانو له یوځای کېدو سره هم‌مهاله، طالبانو بېګاه د دې ولسوالي پر پوستو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د سمنګان د ملي امنیت رییس سید امیرشاه سادات وايي چې تسلیم شوي کسان ولسي پاڅونوال وو او له تېر یوه کال راهیسې یې له ملي امنیت سره اړیکې نه لرلې.
نوموړی د یادو کسانو جرمي شالید تاییدوي او وايي، غوښتل یې پر وړاندې یې عملیات وکړي.
د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یادو کسانو یوځای کېدل تاییدوي.
 
https://avapress.com/vdca6enua49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته