دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 38976
ارزګان:یوولس محلي پولیس له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي
تیره ورځ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یوولس محلي پولیس لومړی نادرکه او وروسته معلومه شوه چې له وسله والو طالبانو سره یوځآی شوي دي.

د ارزګان چارواکو دا ومنله، چې یوولس محلي پولیس له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي.

د ارزګان جنایي مدیر ګلاب خان ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره ورځ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یوولس محلي پولیس لومړی نادرکه او وروسته معلومه شوه چې له وسله والو طالبانو سره یوځآی شوي دي.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ارزګان ولایت کې تیره ورځ یوولس محلي پولیس له خپلو وسلو سره د دوي ملګري شول.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaione.49na01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته