دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 267983
کابلوف: په سمرقند کې به د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې به د افغانستان د مهمو پېښو په اړه د ګاونډیانو او روسیې د مشرانو غونډه جوړه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې د خبری آژانس تاس په حواله، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی وایی، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي.
 
ویل شوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
 
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي وويل: موږ په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې مهمې پېښې لرو. «د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د وزیرانو غونډه به د اپریل په ۱۳مه په سمرقند کې جوړه شي چې د افغانستان په اړه به پکې خبرې وشي».
 
له بلې خوا ښاغلی کابلوف د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د مسکو او تهران له خوا په دې وروستیو کې د جوړې شوې پنځه کسیزې ډلې په اړه وايي چې د هند د حضور په اړه د پاکستان د بې غورۍ له امله دغې ډلې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی کړی.
 
https://avapress.com/vdcaa0nue49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته