دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۶
د مطلب کود : 137971
روسیه د افغانستان په اړه له امریکا او ناتو سره همکارۍ ته چمتو ده
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، چې هېواد یې چمتو دی له امریکا او ناتو هېوادونو سره د افغانستان په اړه همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې له واشنګتن او د ناتو له نورو غړیو هېوادونو سره د افغانستان د ستونزې د حل لپاره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ له خپل لوري چمتو یو، چې له امریکا او ناتو له نورو هېوادونو سره د ځینو مسایلو او افغانستان په ګډون همکاري له سره پیل کړو.
ضمیر کابلوف همدا راز ویلي، چې هېواد یې تر اوسه د امریکا له نوې ادارې سره د افغانستان پر مسالې خبرې نه دي کړي؛ خو ټینګار کوي، چې اوس له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو لپاره وخت مناسب نه دی.
د هغه د وین له مخې د افغانستان امنیتي حالت اوس کړکېچن دی او بېلابېل عوامل د دې سبب کیږي، چې افغان ځواکونه په یوازې سر ونه کړی شي له وسلوالو مخالفینو سره وجنګیږي.
کابلوف له دې وړاندې له طالبانو سره د مسکو د اړیکې خبره کړې وه.
په وروستیو ورځو کې مسکو د چین، پاکستان او روسیې د درې اړخیزې غونډې کوبه و، چې پر افغانستان یې تمرکز درلود.
اوس روسیه غواړي دوه یمه ناسته هم جوړه کړي؛ خو دا ځل به افغانستان، هند او ایران هم په کې برخوال وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف وایي؛ مونږ له افغانستان څخه د خبرو په بل پړاو کې، چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند استازي به هم په کې ګډون ولري، برخه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم وايي؛ له هرهغه اقدام ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د ثبات عامل شي.
ځینې کارپوهان وایي، که روسیه او امریکا د افغانستان په اړه ګډ دریځ ولري، په دې جګړه ځپلي هېواد کې سوله هم شونې ده.
https://avapress.com/vdcd550ffyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته