دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 284673
تېر کال په ترکیه کې څومره افغان کارګران مړه شول؟
د ترکیې د حرفوي خوندیتوب او روغتیا شورا په دغه هېواد کې په ۲۰۲۳ کال کې د مړو شویو کارګرانو احصایې اعلان کړې چې له مخې یې د ۱۹۳۲ کسانو په لېست کې د ۱۸ افغان کارګرو نومونه هم شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه راپور له مخې، له افغانستان، ایران، سوریې، ترکمنستان، عراق، بلغاریا، اذربایجان، روسیې، مصر، جاپان، کولمبیا، تاجکستان، رومانیا، نایجیریا او سوډان څخه ۱۰۶ تنه بهرني کارګران افغانستان ته تللي دي.
 
د دغه راپور له مخې په وژل شویو کې له ۱۴ کلونو کم عمره ۲۲ ماشومان هم شامل دي. په همدې ډول د ۳۲ نورو وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.
 
د يادونې وړ ده، چې يادو کسانو د ترافيکي پېښو، د کار په ځاى کې د تاوتريخوالي، ګاز ډبې، چاودنې، سوځېدلو، مسمومېدو، ډوبېدو او ځان وژنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
 
د یادولو ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې هم یو افغان کارګر چې په یوه کان کې یې په غیر قانوني توګه کار کاوه، سوځول شوی و او جسد یې کورنۍ ته سپارل شوی و. 
https://avapress.com/vdcfejd0mw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته