افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کنړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې ۶۸۶۰۷ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشل شوي دي.
د چارواکو په وینا، دې ادارې په تېر هجري لمریز کال کې هم ۱۹۲ د زوکړې کارتونه او ۱۳۶۰ د مړنې سندونه وېشلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ارزګان ولایت د پاسپورت مدیریت په تېر لمریز کال کې ۱۱۵۰۴ پاسپورټونه وېشلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه شمېر پاسپورټونو په وېش سره شاوخوا ۶۰ میلیونه او ۱۵۷ زره افغانۍ راټولې شوې دي.