دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 50236
۷۰۰ طالبان د ای. اېس. ای پر ملاتړ پر نورستان حملې ته چمتو شوي

د نورستان امنیتي چارواکي وایي، چې د پاکستان استخباراتي کړۍ او نور وسله وال مخالفان د دې ولایت پر کامدیش ولسوالۍ یوځلې بیا د حملې تابیا لري.

د دې ولایت امنیه قومندان غلام الله نورستاني ازادي راډيو ته وویل؛ چې شاو خوا ۷۰۰ وسله وال چې د پاکستان "ای ایس ای" شبکه یې ملاتړ کوي حملي ته چمتو شوې دي.

د نوموړي په وینا د نورستان امنیتي ځواکونه هم د حملې د شنډولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړی دي.

تر دې وړاندې هم څو ځلې د دولت وسله والو مخالفینو د نورستان پر کامدیش ولسوالۍ بریدونه ترسره کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9x0k.yt0zs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته