دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 50239
شمالي کوریا: داسې توغندی لرو چې د امریکا خاوره پرې ویشتلای شو
شمالي کوریا ویلي داسې توغندي لري، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ننه هدفونه په نښه کولی شي.

دا اعلان ایله دوه ورځې وروسته تر هغه وشو، چې جنوبي کوریا له واشنګټن سره د بالیستیک توغندیو د ډېرولو تړون لاسلیک کړ.

د شمالي کوریا خبري رسنیو د ملي دفاع د جرګه ګۍ د ویاند له خولې ویلي چې "د شمالي کوریا انقلابي پوځ داسې توغندي لري، چې نه یوازې په جنوبي کوریا کې امریکايي اډې په نښه کولی شي، بلکې په جاپان او امریکا کې هم اهداف په نښه کولی شي."

ویاند ویلي چې پیونګیانګ "د هر دښمن مخې ته ددفاع لپاره چمتو دی، د تومي قوت لپاره اتومي قوت او د توغندي لپاره د توغندي ځواب."

د شمالي کوریا دا غبرګون او ګواښ وروسته تر هغه وشو، چې په تېره یکشنبه جنوبي کوریا وویل چې د ګاونډې شمالي کوریا د برید د مخنیوي لپاره یې له واشنګټن سره د بالیستیک توغندی د واټن ډېرېدا یو تړون لاسلیک کړی دی.

باور کېږي چې شمالي کوریا اوږد واټن ویشتونکی توغندی جوړوي، چې وايي تر ۶۷۰۰ کیلومترو پورې اهداف ان په متحدو ایالتونو کې هم په نښه کولی شي.

خو د شمالي کوریا دوه وروستۍ ازموینې ناکامې شوې.

په شمالي کوریا کې تر ۲۸ زرو ډېر پوځيان ځای پرځای شوي، چې د ممکنه برید پروړاندې ځوابي برید ته چمتو وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcgyx9n.ak9zw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته