دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 53380
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله وال طالبان او امنيتي کسان یو او بل ته د مرګ ژوبلې د اړولې ادعاوې کوي.

د بټي کوټ امنیه قومندان هدایت ازادۍ راډيو ته ویلي، چې تیر ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د دوی پر امنيتي کسانو برید کړی؛ چې د دوی په مقابل برید کې د طالبانو یو تن وژل شوی او دوی ته زیان نه دی رسیدلی.

بل خوا وسله والوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ چې د بټي کوټ په فارم چهار سیمه کې يې د پولیسو پر یوه رینجر چاودنه کړې؛ چې په پایله کې پینځه تنه امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzw9n.ak9w74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته