دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 69416
۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هلمند ، هرات ، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، غزنی ، لوګر ، میدان وردک ، زابل ، بلخ او لغمان ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۹ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د پروان او ارزګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه:
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،یو تن د سړې وژنې په تړاود کابل ښار د اتمې امنیتې حوزې د اړونده سیمې نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9o09.yt0nf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې