دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 73007
۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لغمان، بغلان ، کندز، کندهار ، زابل ، هرات ، بادغیس او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۹ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ،مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۶ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د سرپل او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

https://avapress.com/vdcef78f.jh8x7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې