دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 90820
۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننګرهار ، لغمان ، تخار ، کندز ، زابل ، غزنی، پکتیا او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۴کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار ، کاپیسا ، بلخ ، کندهار ، هرات ، بادغیس او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgz79y.ak9zx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې